د فراه امنیتي چارواکي وایي، چې د ماین په یوه چاودنه کې د دغه ولایت د پرچمن ولسوال وژل شوی او دوه ساتونکي یې ټپيان شوي دي.
د فراه د والي ویاند عبدالرحمان ژوندي ازادی راډیو ته وویل، چې دغه پیښه تیره ورځ ناوخته هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د پرچمن ولسوال محمد سلیم مبارز د امنیتي پوستو په څارنه بوخت وو.
د راپورونو له مخې وژل شوي ولسوال له تیرو لسو کلونو راهیسې د دغې ولسوالۍ په امنیت کې مهم رول لوبولی دی.
وسله والو طالبانو د دغې پیښې مسولیت په غاړه اخیستی.