د هرات په کرخ ولسوالۍ کې یوې ترافیکي پيښې څلور تنه ووژل

د هرات په کرخ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پيښې له امله څلور تنه وژل شوي او دوه ټپيان شوي دي.

د هرات د والي ویاند محي الدین نوري ازادۍ راډيو ته وویل، چې دا پيښه تیره شپه د یوه سراچه ډوله موټر او کاماز ترمنځ د ټکر له امله وشوه .

د نوموړي په وینا د کاماز موټر موټرچلوونکی له سیمې تښتیدلی او د پيښې ټپيان هم روغتون ته وړل شوی دي.