افغان حکومت وایې، د ډیورنډ کرښې په اړه د امریکایې ډیپلوماټانو وروستۍ څرګندونې به د افغانستان د خلکو او حکومت پر موقف اغیز و نه کړي.
د ولسمشر ویاند ایمل فیضي نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې په دې برخه کې د امریکا دریځ نوی نه دی.
په روانه اونۍ کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي مارک ګروسمن له یوې ټلویزوني شبکې سره په مرکه کې ویلي و، چې واشنګټن ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د یوې نړېوالې پولي په څير پيژني.
په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم د امریکایې ډيپلوماټ دا څرګندونې رد کړې او هغه یې ناسمې بللي.