په داسې حال کې، چې په سوريه کې جګړې روانې دي، دولتي جنګي الوتکو په شمال لوېديځ کې د ياغيانو تر کنټرول لاندې ښارګوټى مَعَرَّة النُّعْمَان بمبار کړى دى.
پوځيان هڅه کوي چې له دې ښارګوټي څخه ياغيان وشړي، دغه ښار د حلِب او دمشق ترمنځ د غزېدلې عمومي لويې لارې په اوږدو کې پروت دى.
پر دې ښار د ياغيانو د کنټرول له کبله رژيم نه شي کولاى شمال لوېديځ ته اکمالات او ملاتړي ځواکونه ولېږي.
پرون له سوريې څخه د الوتکوضد يوه توغندي د ترکيې په خاوره کې ٢٠٠ متره دننه د يوه روغتيايي مرکز يوه تشه کوټه وويشته، چا ته يې مرګ ژوبله نه ده اړولې.
دا تاوتريخوالى په داسې حال کې شوى، چې نړيوال استازى اخضر ابراهيمي هڅه کوي د اختر پر مهال د ښکېلو خواوو ترمنځ اوربند ټينګ کړي. که څه هم دمشق او ياغيانو په محتاطانه ډول د دې پېشنهاد هرکلى کړى، خو يوه لوري هم د دې پلان په وړاندې ځان متعهد نه دى بللى.