د ترکمنستان ولسمشر پرون ژمنه وکړه، چې د مامورينو معاشونه او تقاعدي تنخوا به لوړوي او دغه هېواد به له زراعتي څخه صنعتي هېواد بدل کړي.
ولسمشر قربان ګلي بردي محمدوف د ٢٥٠٠ مشرانو، وزيرانو او سيمه ييزو استازو غونډې ته په وينا کې وويل، سر له بل کال څخه به معاشونه ١٠ فيصده او تقاعدي امتياز ١٥ فيصده زيات شي.
ده وويل چې د ترکمنستان د ګازو له شتمنۍ څخه په استفادې به د خلکو د ژوند سطحه لوړه کړي.
ټاکل شوې د اکتوبر پر ٢٧مه ترکمنستان له پخواني شوروي اتحاد څخه د خپلې خپلواکۍ ٢١مه کاليزه ولمانځي.