کابل ښاروالۍ په دې اداره کې د اداري فساد د له منځه وړلو او خلکو ته د اسانتیاوو د برابرولو په هدف د ښاریانو لپاره د معلوماتو مرکز پرانیست.
په کابل ښاروالۍ کې دا مرکز د یو سلو دوه شپیته زره امریکایي ډالرو په ارزښت د امریکا پراختيایي ادارې په مرسته جوړ شوی دی.
کابل ښاروالي وایي، چې د دې مرکز جوړول هدف په کابل ښاروالي کې له اداري فساد سره مبارزه او خلکو ته د لا ښو خدماتو وړاندې کول دي.
کابل ښارول محمد یونس نو اندیش د سې شنبې په ورځ د دې مرکز د پرانیستلو پر مهال وویل؛ چې په دې مرکز کې د ټولو مراجعینو شکایتونه او سوالونه ثبتیږي او دوی یې د حل کولو لارې چارې ګوري.
"هر څوګ چې د خپل خصوصي کار په هکله کومه غوښتنه او یا ستونزه لري لکه د کور جوړلو، ښارګوټو او نورو ودانیو جوړولو اجازه او که کوم سوال ولري؛ نو کولی شي، دلته یې ځواب ترلاسه کړي او لارښوونه ورته وشي.
دوی کولای شي، خپلې ستونزې د یو سلو یوولس شمیرې له لارې هم ثبت کړي؛ خو هغه شمیره ترا وسه نه ده فعاله شوې؛ هر کله چې فعاله شوه موږ به خلکو ته ووایو.
هلته موظف کسان ناست وي، چې د خلکو پوښتنو ته ځواب ورکوي او که یې نشو کولی نو اړوندو ادارو ته یې لیږي او ما ورته ویلي؛ چې د خلکو د ستونزو یوه کاپي ماته هم راولیږي؛ چې زه په خپله وګورم چې د خلکو شکایتونو ته اړوندو ادارو څومره لاس رسی کړی."
کابل ښاروالۍ دا مرکز په داسې حال کې جوړوي چې هره ورځ سلګونه تنه کابل ښاریان دغې ادارې ته د خپلو کارونو د خلاصولو په خاطر ورځي.
دغه مراجعین په کابل ښاروالۍ کې شعبه په شعبه ګرځي، چې د رپوټونو له مخې ډیر کله بیا دغه لیده کاته د رشوت اخیستلو او ورکولو لامل کیږي.
کابل ښاروالۍ وایي، چې د همدې ستونزې د له منځه وړلو لپاره یې دا مرکز جوړ کړ؛ څو خلک په مستقیمه توګه د دې ادارې له کارکوونکو سره په اړیکه کې نه وي.
په ورته وخت کې د کابل ښار یو شمیر اوسیدونکي هم د دې مرکز په جوړولو خوښي څرګندوي او وایي، چې له دې کار سره به د دوی ډيرې ستونزې حل شي.
دغه اداره په داسې حال کې دا مرکز جوړوي او وایي، چې د دې مرکز په جوړولو سره به په کابل ښاروالۍ کې د اداري فساد مخه ونیول شي؛ چې خلک د ځینو نورو دولتي ادارو په شان په دې ادارې هم انتقاد کوي؛ چې اداري فساد په کې موجود ده.
په کابل ښاروالۍ کې هم اداري فساد موجود دی، خو دا چې د دې مرکز جوړیدل به د فساد په کمولو کې مرسته وکړای شي، دا به په راتلونکې کې څرګنده شي.
راپور: جمیله ظریف