"هېلري کلنټن دې د افغان مېرمنو د حقونو د ملاتړ لپاره یوه ستراتیژي جوړه کړي"

د بشري حقونو د څار ډلې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیرې غوښتنه کړې؛ چې د خپل ماموریت له پای ته رسیدو د مخه دې، د افغان میرمنو د حقونو د ملاتړ لپاره یوه پياوړې ستراتیژي جوړه کړي.

د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي، چې په افغانستان کې د ښځو حقونه له هروخت نه زیات له ګواښ سره مخامخ دي.

د بشري حقونو د څارډلې ویلي، چې دوی په دې برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هېلري کلنټن ته یو مکتوب هم لیږلی؛ چې افغان میرمنو ته د زیاتې پاملرنې غوښتنه په کې شوې ده.

دوی وایي، داسې اندیښنې هم موجودې دي، چې ممکن د بهرنیو ځواکونو له وتو او د نړیوالې ټولنې د مرستو له کمیدو وروسته د ښځو حقونه لا له خطر سره مخامخ شي.