د روسيې د اپوزسیون مشرانو د انټرنت له لارې خپل مشران وټاکل

د روسېې د حکومت د اپوزسیون پلویانو تیره ورځ د انټرنټ له لارې په بې سابقه انتخاباتو کې خپل نوي مشران وټاکل.

د راپورونو له مخې په دې انتخاباتو کې له اتیا زرو څخه زیاتو کسانو د اپوزوسیون د هم غږۍ د شورا لپاره د ۲۰۰ کاندیدانو له ډلې څخه ۴۵ انتخاب کړل.

ټاکل شوې وه، چې دا انتخابات دوه ورځې دوام وکړي، خو د شنبې په ورځ د انټرنټي حملې له امله دا پروسه وځنډیده او د یوې اضافي ورځې لپاره هم د اپوزوسیون غړو خپلې رای ورکړې.

د دغو انتخاباتو تنظیمونکو ویلي، چې زیاتې را یې بلاګر یا انترنتي لیکوال "الکسي نوالني" چې په روسیه کې د فساد پر ضد لیکنې کوي، ترلاسه کړي دي.

ناوالني د انټرنټ له لارې په ترسره شوو انتخاباتو کې څه د پاسه ۴۳ زره رایې ګټلي دي.

د اپوزوسیون د هم غږې د دې نویو منتخبو غړو دنده دا ده؛ چې د حکومت سیاسي مخالفان سره یو ځای او د ولسمشر ولادمیر پوتین پر ضد د مظاهرو لړۍ سره تنظیم پیل کړي.