په تهران کې د اوین زندان ته د محمود احمدي نژاد د ورتلو مخه نیول شوې

راپورونه وايي، چې په تهران کې د اوین زندان ته د ایران د ولسمشر محمود احمدي نژاد د ورتلو مخه نیول شوې ده.

ایراني خبري اژانسونو پرون راپور ورکړ، چې احمدي نژاد غوښتل د خپل یو پخواني مرستیال علي اکبر جوانفکر لیدنې ته ورشي.

جوانفکر د یو راپور د خپرولو له کبله، چې چارواکو ګستاخانه او د دې هېواد مذهبي مشر ته سپکاوی بللی په دې زندان کې د خپل حبس شپږ میاشتنۍ دوره تیروي.

د ایران قضایه قوي دې زندان ته د احمدي نژاد د ورتللو غوښتنه رد کړې ده او ویلي یې دي ولسمشر د دې پرځای، چې په زندان کې د یو بندي لیدلو ته ورشي نور ډیر مهم کارونه شته لکه اقتصادي بحران چې باید کار پرې وکړي.

ویل کیږي، چې د ایران په حکومت کې د احمدي نژاد نفوذ وروسته له هغې کم شوی، چې د ده او د ایران د مذهبي مشر ترمنځ اختلافات راغلل.

دا اختلافات هغه مهال په ډاګه شول، چې خامنه يي تیر کال د ایران د استخباراتو رییس چې احمدي نژاد له دندې لرې کړی و، بیرته په خپله څوکۍ وټاکه.