امريکا له لبنان سره د دې هېواد د استخباراتي ادارې مشر د وژلو په اړه ګډه څیړنه کوي

امريکا اعلان کړى، د هغې موټر بم چاودنې په څېړنه کې له لبنان سره مرسته کوي، چې د دې هېواد د استخباراتي ادارې مشر يې وواژه.

دا اعلان په داسې حال کې کېږي، چې پرون په لبنان کې تاوتريخوالي بيا زور واخيست، په بيروت کې د جنرال وِیسام الحسن د جنازې تر مراسمو وروسته د ويرکوونکو او امنيتي ځواکونو ترمنځ شخړې وشوې.

پوليسو هوايي ډزې کړي او د هغو مظاهره چيانو د خپرولو لپاره يې اوښکي بهوونکى ګاز استعمال کړ، چې هڅه يې کوله چې د صدراعظم نجيب ميقاتي پر دفتر حمله وکړي، دوى پر صدراعظم تور پورې کړ، چې د سوريې ګوډاګى دى.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وويل، د بهرنيو چارو وزيرې هليري کلېنټن د ټليفون له لارې له ميقاتي سره په خبرو کې د جمعې د ورځې بمي بريد وغانده.

د بهرنيو چارو وزارت وياندې ويکتوريا نولاند وويل مېرمن کلېنټن او ميقاتي موافقه وکړه، چې د دې بمي حملې په څېړنه کې به امريکا مرسته وکړي.

د لبنان د حکومت مخالفانو په دې حمله کې د سوريې رژيم په لاس لرلو تورن کړى، چې له زياتې مودې په لبنان کې پراخ نفوذ لري.