د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی مارګ ګراسمن اسلام اباد ته له سفر وروسته د یکشنبې په ورځ په کابل کې وو او هلته یې له ولسمشر حامد کرزي سره خبرې کړې دي.
د ولسمشر د ویندوی دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په کتنه کې د امریکا د ملي امنیت د سلاکار مرستیال جنرال دوګ لوت، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان آلن او د کابل لپاره د امریکا سفیر جیمز کنګهام هم وو.
د ولسمشر د ویندوی دفتر په دې اړه چې په دې کتنه کې پر کومو مسلو خبرې وشوې ډیر جزییات نه دي ورکړي خو ویلي یې دي، چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي پاکستان ته د خپل وروستي سفر او د هغه هېواد له چارواکو سره د افغانستان د سولې د بهیر، د ټرورېزم او سخت دریځۍ پر خلاف د جګړې او له حقاني شبکې سره د مبارزې په اړه د کتنو او خبرو په اړه ولسمشر کرزي ته معلومات ورکړل .
تر دې مخکې مارګ ګروسمن په اسلام اباد کې د پاکستان له ملکي او پوځي چارواکو سره پر دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان د روانو حالاتو په اړه خبرې کړې وې .