ننګرهار: د ځوانانو د امریت مسوولانو خپل دفتر وتاړه

په ننګرهار کې د ځوانانو د آمریت مسوولانو د اعتراض په ډول خپل دفتر و تاړه.

د ځوانانو آمر نوراغا ځواک ازادۍ راډيو ته وویل، چې دوی دا کار د دې په خاطر وکړ، چې د اطلاعات او کلتور وزارت ورته هیڅ پاملرنه نه کوي.

نوموړي وویل، چې له دوی سره داسې کارکوونکي هم شته، چې تر دریو میاشتو پورې ورته تنخوا نه ده ورکړل شوې او ځینې نورې اسانتیاوې هم نه دي ورته برابرې شوي.

بل خوا د ننګرهار د اطلاعات او کلتور ریيس اورنګ صمیم رسنیو ته د ځوانانو د امریت ادعاوي بې بنسټه وبللې او زیاتوي؛ چې یاد آمریت هم د دې ریاست د نورو آمریتونو په څیر له پوره امکاناتو برخمن دی.