د ایران قضايي چارواکو نن په یوه اعلامیه کې وویل؛ چې درې تنه تروریستان یې په سیستان او بلوچستان ولایت کې اعدام کړي دي.
اعلامیه وايي، چې دا کسان د هغې چاودنې په جرم اعدام شول؛ چې دوه کاله مخکې لږترلږه اوه شپیته تنه په کې وژل شوي وو.
د دې کسانو نومونه "یحیی چاري زهي، عبدالجلیل کهرازهي" او "عبدالباسط ریګي" ښودل شوي دي.
یحیی چاري زهي او عبدالجلیل کهرازهي په دوه زره لسم کال کې د چابهار په سیمه کې په بم ایښودلو مجرم پیژندل شوي وو. په دې چاودنه کې چې د شیعه ګانو د مذهبي مراسمو په ترځ کې شوې وه؛ لږترلږه ۳۹ تنه وژل شوي وو.
عبدالباسط ریګي په زاهدان کې د ۲۰۱۰ د چاودنې په خاطر چې اته ویشت تنه په کې وژل شوي وو، مجرم پیژندل شوی و.
دا کسان ټول د زاهدان ښار په زندان کې اعدام شوي دي.
د ایران قضايي چارواکو دا کسان تروریستان بللي دي؛ خو د سنیانو ډله جند الله چې د چاودنو مسوولیت یې اخیستی و، نه ده یاده شوې.
د ایران د چابهار په سیمه کې دوې ورځې مخکې یوه انتحاري حمله وشوه؛ چې دوه تنه حکومت پلوي ملیشه (بسیجیان) په کې ووژل شول.