اخضر ابراهیمي نن د سوریې له ولسمشر سره په دمشق کې وکتل

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو او عربي ټولنې استازي اخضر ابراهیمي نن په دمشق کې د سوریې د جمهور رییس بشارالاسد سره وکتل.

ابراهیمي تر دې لیدنې وروسته په سوریه کې پر ټولو ښکیلو خواوو غږ وکړ؛ چې بې له قید او شرط څخه په اوربند موافقه وکړي.

اخضر ابراهیمی وویل، چې موږ د سوریې دننه او دباندې د سوله ییز او وسله وال اپوزیسیون پر رهبرانو غږ وکړ. موږ مثبت ځواب تر لاسه کړی. د اپوزیسیون ټول غړي او د ګاونډیو هیوادونو چارواکي؛ چې موږ به ولیدل، وايي، چې اوربند ښه نظر دی. هغوي ټول د دې ملاتړ کوي او مني يې."

ابراهیمي غوښتنه کړې ده، چې د بشار الاسد د ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ د اختر په ورځو کې اوربند ټینګ شي.

د اوربند هدف د دواړو خواوو ترمنځ د باور د فضا رامنځ ته کول دي.

د ایران، جرمني او ترکیې په شمول زیاتو هیوادونو د ابراهیمي د دې نظر ملاتړ کړی دی؛ خو تر اوسه په دې اړه د سوریې رژیم او مخالفینو یې څه نه دي ویلي.