د لبنان کابينې د خپل هېواد د روان حالت په اړه بېړنۍ غونډه وکړه

د لبنان کابينې پرون بېړنۍ غونډه وکړه. دا په داسې حال کې ده چې په پلازمېنه بيروت کې پرون مظاهره چيانو د ټايرونو په سوځلو سره لارې بندې کړې وې.

دوى د جمعې د ورځې پر بمي حملې خپل اعتراض څرګند کړ، چې په نتيجه کې يې په بيروت کې د استخباراتي ادارې يو عالي رتبه چارواکى وژل شوى او اووه تنه نور ټپيان شوي وو.

صدراعظم "نجيب ميقاتي" وويل، ده کابينې ته خپله استعفى وړاندې کړه، خو ولسمشر ورڅخه وغوښتل، چې د څه مودې لپاره پر خپله څوکۍ پاتې شي:

”ما ولسمشر ته په هېواد کې روانو چارو ته په پام سره- خپلې ټولې اندېښنې څرګندې کړې؛ ما ورته وويل، چې زه نه غواړم د صدراعظم پر څوکۍ پاتې شم او دا د نوي حکومت د تشکيل لپاره مهم دى. جلالتماب ولسمشر وويل، موږ بايد دې ته وګورو، چې کومه موضوع مو ملي ګټې تضمينوي، څو لبنان له بېباورۍ او نامعلوم لوري ته له تګ څخه راوګرځوو.“

بله خوا اپوزيسيون د ګاونډ سوريې- د ولسمشر بشارالاسد رژيم تورن کړى؛ چې د جمعې د ورځې په بمي حمله کې يې لاس درلود. وژل شوي بريد جنرال وسام الحسن د پخواني صدراعظم رفيق حريري د وژنې په اړه د تحقيقاتو مشري کوله، په دې څېړنه کې سوريه او د لبنان حزب الله شيعه سخت دريځې فرقه ونډه لري.