ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د روان ميلادي کال په لومړيو نهو مياشتو کې د سړک غاړې بمي چاودنو له کبله ملکي تلفات دېرش فيصده زيات شوي دي.
يوناما يا د ملګرو ملتونو د سياسي دفتر يوه وياند نظيف سالارزي ازادۍ راډيو ته وويل؛ د دغو بمي وسيلو په چاودنو کې ٣٤٠ ملکيان وژل شوي او تقريباً ٦٠٠ تنه نور ټپيان شوي دي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٣٠ فيصده زياتوالى ښيي.
يوناما وايي، بمي وسيلې د افغانستان په وسله واله شخړه کې د ملکي تلفاتو عمده علت دى.
دې ادارې د طالبانو له مشرتابه څخه غوښتي، چې د دغو بمونو له کارولو لاس واخلي.