سپینې ماڼۍ په بیروت کې پرونۍ چاودنه په سختو ټکیو غندلې ده. په دې چاودنه کې د یوه جګپوړي امنیتي مسوول په ګډون اووه تنه نور ووژل شول.
په یوه بیان کې د امریکا د ملي امنیت ویاند "ټامي ویټور" وویل، متحد ایالات د لبنان د حکومت تر څنګ دي څو هغه کسان چې دا وحشي عمل یې ترسره کړی عدالت ته راکاږي.
د ملګرو ملتو امنیت شورا هم دا برید وغانده.
د ګواتیمالا سفیر ګیرت روزینتال، چې د امنیت شورا سرپرست مشر دی، دامنیت شورا بیان ولوست:
"د امنیت شورا غړي په سختو ټیکو دا ترورستي برید چې د دوه زره دولسم کال د اکتوبر په نولسمه په بیروت کې وشو، غندي. دې برید تورن جنرال وسام الحسن چې د کورني امنیتي ځواکونو د اطلاعاتو د څانګې مشر و، وواژه همداراز یې په ملکیانو کې یو شمیر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله."
وسام الحسن د هغو تحقیقاتو مشري کوله چې د لبنان د پخواني صدراعظم رفیق حریري د وژلو په قضیه کې یې د سوریې او حزب اله پر لاس لرلو شک پیاوړی کاوه.
رفیق حریري په دوه زره پنځم کال کې په یوې چاودنې کې وژل شوی و.