په بګرام کې د نړېوالو ځواکونو په یوې ذخیره کې اور لګېدلی دی

راپورونه ښیي، چې د بګرام هوایي ډګر ته نژدې د بهرنیو ځواکونو د اکمالاتو په ذخیره کې له تیري شپې راهیسي اورلګیدلی.

له سیمې د آزادۍ راډيو د خبریال د معلوماتو له مخې، دا اورلګیدنه وروسته له هغې پيښه شوه؛ چې پر دې ذخیرې یو راکټ و لګید.

د پروان امنیه قومندان جنرال محمد اکرم بیکزاد نن سهار آزادۍ راډیو ته وویل؛ چې د اور د وژلو لپاره هڅې روانې دي.

وسله والو طالبانو ادعا کړې، چې دا راکټ دوی فیر کړی.