د لبنان په مرکز کې یوې چاودنې شاوخوا ۹۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

پرون د لبنان په مرکز بيروت کې يوه زوروه موټربمي چاودنه وشوه؛ چې په نتيجه کې يې لږترلږه ۸ تنه وژل شوي او نژدې اتيا نور ژوبل دي.

د لبنان دولتي رسنيو وويل، چې په وژل شويو کې يو جګپوړي استخباراتي چارواکي ويسام الحسن شامل دي.

د بيروت د دې چاودنې انګېزه لا څرګنده نه ده، خو په داسې حال کې شوې، چې له سوريې څخه لبنان ته د شخړې د غځېدو په اړه اندېښنې په زياتېدو دي.

د لبنان د روغتيا وزير علي حسن خليل پرون د چاودنې په ځای کې وويل، دا تروريستي بريد د لبنان د بې ثباته کولو په هدف شوي دي:

"موږ تل ويلي، چې لبنان بايد ځان له هغه څه لېري وساتي، چې اوس زموږ په سيمه کې روان دي او زموږ پاليسي تل دا وه، چې تر وسه وسه ځان په ګډوډۍ کې له ښکېلولو وساتو. خو له بده مرغه دا د لبنان د بې ثباته کولو په هدف يو تروريستي عمل دی."

د لبنان سياسي ګوندونه او مذهبي ډلې د سوريې د کړکېچ په برخه کې سره وېشل شوي. ځيني د سوريې د ولسمشربشاراسد د رژيم ملاتړ کوي، خو نور د هغو جنګیاليو ننګه کوي، چې د اسد د واکمنۍ پرضد جنګیږي.

د بيروت پرونۍ چاودنه د دغه ښار په يوه داسې مېنه کې وشوه؛ چې اکثره اوسېدونکي يې عيسويان دي.