د ناټو سرمنشي اندريس فوګ راسموسن پرون افغانستان ته د خپل سفر په دوهمه ورځ ازاد او شفاف انتخابات د افغان حکومت او خلکو ترمنځ د باور د رامنځته کولو لپاره مهم وبلل.
ده د افغانستان له حکومته وغوښتل؛ چې په ۲۰۱۴ کې د ولسمشرۍ د ازادو او شفافو انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره هلې ځلې وکړي.
راسموسن په مزارشريف کې له خبريالانو سره په خبرو کې شفاف انتخابات په افغانستان کې د ولسواکۍ د دوام نخښه وبلل.