کندهار کې د امریکا د استخباراتو یو غړی وژل شوی

د امریکا اوسني او پخواني مسوولان وایي، په کندهار کې د تیرې شنبې د ورځې په ځان وژونکي برید کې د امریکا داستخباراتو د مرکزي ادارې یو غړی وژل شوی دی.

دا چاودنه، چې د کندهار د امنیت پر دفتر وشوه د سي ای اې د غړي سربیره یې یوه امریکایي او د افغانستان د امنیتي ادارې څلور تنه کار کوونکي ووژل.

د امریکا یوه اوسني او یوه پخواني چارواکي چې د نومونو له اخیستو ډډه کړې ده، اسوشیتد پریس اژانس ته ویلي دي، د کندهار په چاودنه کې د بریتني ګورډن په نوم یوه څلرویشت کلنه امریکایي عسکره او د سي ای اې یو غړی چې هغه هم د امریکا وو، وژل شوې دي.

ناټو وایي، ځان وژونکی د افغانستان د ملي امنیت د ادارې غړی و، خو افغانان دا خبره ردوي.

سي ای اې د خپل غړي د وژلو په اړه تر اوسه څه نه دې ویلي.