د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما او د جمهوریت غوښتونکې ګوند کاندید میت رامنې تېره شپه په تلویزیونې مناظرې کې د اقتصادي ودې او په منځني ختیځ کې د امریکا د پالیسو په اړه لفظي جګړې وکړې.
د تېرې شپې مناظره د نومبر د شپږمې له انتخاباتو مخکې د دوو کاندیدانو ترمنځ دوهمه مناظره وه.
جمهور رئیس اوباما تېره میاشت د لیبیا په بن غازي ښار کې د امریکا په قونسلګرۍ باندې د حملې مسولیت، چې په لیبیا کې د امریکا د سفېر په ګډون څلور امریکایان په کې وژل شوي، ومانه، خو رامنې یي تورن کړ چې له دې مسلې څخه د خپل ځان لپاره ناوړه ګټه اخلي.
رامنې د اوباما په اقتصادي پالیسیو نوي انتقادونه وکړل، خو جمهور رئیس اوباما په رامني تور ولګاوه، چې د شتمنو خلکو او د تیلو د کمپنیو په ګټه کار کوي.
ټاکل شوې چې د دواړو کاندیدانو ترمنځ به دریمه او وروستۍ تلویزیونې مناظره د دوشنبې په ورځ وي او بهرنۍ پالیسي به یي د بحث موضوع وي.