د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د ښوونځي یو تن زده کونکی د ناڅرګندو وسله والو له خوا ټپي شوی.
د ننګرهار د امنيې قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقي وال ازادۍ راډيو ته وویل، چې تېر مازدیګر د فارمې هډې په سیمه کې د محب الله په نامه یو تن زده کونکی د ناڅرګندو کسانو له خوا په مرمی لګیدلی او اوس په روغتون کې د درملنې لاندې دی.
دغه زده کونکی د ننګرهار د فوایدعامه ريیس وراره کیږي او دوه ورځې وړاندې د ده تره هم د ناڅرګندو کسانو له خوا په چاقوګانو ټپي شوی و.
دغه راز له کندهار څخه راپورونه ښیې، چې پرون ناوخته د کندهار ښار د درالمعلمین په سیمه کې یو عام وګړی د نامعلومو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی.
وژل شوی کس د ایمل په نامه د یوه سندرغاړي ورور وو او د هغه د وژنې علت هم تر اوسه نه دی معلوم شوی.