د کونړ پر دانګام بیا د پاکستان له لوري ۳۸راکټونه ویشتل شوي دي

د کونړ پر دانګام ولسوالۍ د پاکستان لخوا تیره شپه ۳۸ راکټونه ویشتل شوي چې پکې درې تنه ملکيان ټپیان شوي دي.

د کونړ د والي ویاند واصف الله واصفي ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دې حملو کې یو شمېر څاروي هم له منځه تللي دي.

بل خوا د لوګر په مرکز پل علم کې یو ماین ښخونکی د خپل ماین د چاودنې له امله ووژل شو.

د لوګر د والي ویاند دین محمد درویش ازادۍ راډيو ته وویل، چې دا پيښه تیره شپه شوی ده.