سور صلیب: تیر کال په نړۍ کې شاوخوا ۷۲ میلیون وګړي له خپلو کورونو بې ځایه شوي

سره صلیب پرون وویل، چې تیر کال په نړۍ کې شاوخوا ۷۲ میلیون وګړي له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

سورصلیب په خپل کلني رپوټ کې وایي، کابو ۱۶،۴ میلون وګړي بهرته تښتیدلي چې رسما د مهاجرنیو په توګه یادیږي، ۴۱،۴ میلیون نورپه خپلو هېوادونو کې د کورنیو بې ځایه شویو په توګه ژوند کوي.

پاتې نور سیاسي پناه غوښتونکي دي، چې د پناه اخیستو درخواستونه یې ترغور لاندې دي یا رد شوي او یا هم غیرقانوني مهاجردي چې نومونه یې ندي ثبت شوي.

شاوخوا شل میلیونه وګړي د اوږدې مودې بې ځایه شویوپه توګه پیژندل شوي چې په دې ډله کې هغه پنځه میلیونه فلسطینیان هم شامل دي چې د ملګروملتونو په کمپونو کې ژوند کوي.

په ۲۰۱۱ کال کې په زوره د مهاجرشویو دغه رقم د وړم ۲۰۱۰ کال په نسبت چې ۱۰۱ میلیون تنو ته رسید، کم دی. په ۲۰۰۹ کال کې دغه رقم ۷۵ میلیونه او ۲۰۰۸ کال کې ۹۲،۳ میلیون وګړي و.