هند: پاکستاني ځواکونو په کشمیر باندې د درنو وسلو ډزې وکړې

د هند پوځ وایي، پاکستاني ځواکونو پرون په لانجمنه پوله د هند تر کنټرول لاندې کشمیر باندې د درنو وسلو ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې درې ملکیان ووژل شول.

د هند د پوځ یوه ویاند وویل، د پاکستان هاوانونه چوروندا کلي ته نژدې په یوه کور لګیدلي، چې یو سړی او دوه کمکي ځوانان یې ووژل.

چوراندا هغې پولې ته نژدې پروت دی، چې کشمیر یې په دو برخو ویشلی دی.

د پاکستان پوځي چارواکوا دا منلې، چی ځواکونو یې هاوانونه ویشتي خو وایي، دا یو لمسونکی اقدام نه وبلکه د پاکستان په یوې پوځي پوستې د هند د ډزو په ځواب کې شوی و.

د سیمې اوسیدونکي په تیرو دواونیو کې په پوله د دواړو لورو له خوا د خال خال ډزو خبره کوي.

د هند او پاکستان ترمنځ د درې جګړو دوه یې د کشمیر پرسر شوي، چې دواړه یې د ویشل شویو دواړو برخو د بشپړملکیت ادعا کوي.