یوه بریتانوې مرستدویه موسسه، چې په افغانستان کې د ښوونې په برخه کې فعالیت کوي خبرداری ورکوي، چې تر اوسه پورې په دې هېواد کې پنځه میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي او د نړېوالو ځواکونو له وتلو وروسته به هم ښايي دغه ماشومان بې تعلیمه پاتې شي.
د افغان کنیکشن د موسسې مشره سارا فین وایي، مرستدویه موسسې اندیښنه لري، چې په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه د نړېوالو ځواکونو له وتلو سره سم به له دې هیواد سره د نړیوالې ټولنې لیوالتیا کمه شي.
د هغې په وینا په دې هیواد کې د نړیوالو له پوځي حضور پرته به په دې برخه کې پرمختګونه ډیر ورو وي.