د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله وایي، چې د دوه زره څوارلسم کال تر پایه به په دې هېواد کې د بریتانیا هیڅ جنګي ځواک پاتې نشي.
میرمن بارونس سعیده وارسي، چې نن یې په یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې وویل، له افغانستان نه د دوي د سرتیرو په وتو سره به هم دوی له دې هېواد سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي:
"د دوه زره څوارلسم میلادي کال تر پایه به بریتانیا په افغانستان کې هیڅ جنګي عسکر ونه لري، خو دا زموږ د ژمنو پای نه ده.
موږ به له دوه زره دولسم کاله تر پنځلسم او له هغه وروسته د افغانستان د پرمختګ لپاره له تر ټولو لویو مرسته کوونکو څخه و اوسو."
دا په داسې حال کې ده، چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې دوه ورځې مخکې ویلي وو، چې د دوي پنځه سوه سرتیري به د روان میلادي کال ترپایه له افغانستان نه ووځي.