شاوخوا یو نیم زر کسانو د قرغزستان په جلال اباد کې مظاهره وکړه

شاوخوا یو نیم زر کسانو د قرغزستان په جنوب ختیځ ښار جلال اباد کې مظاهره وکړه او د پارلمان د دریو نیول شویو وکیلانو د خوشې کېدو غوښتنه یي کوله.

د مخالف ګوند اتا جورت مشران قمچي بیک تاشییف، صادر جعفروف او تالانت مامیتوف، په بیشکیک کې د اکتوبر د دریمې نیټې د مظاهرو په په تړاو او د عامه نظم د ګډوډولو په تور نیول شوي دي، په دې مظاهرو کې شاوخوا زرو کسانو ګډون کړی و.

د قرغزستان په جلال اباد ښار کې د نن ورځې مظاهرې کې د صدراعظم مرستیالې کامله طالیوا اود مخالف ګوند (متحد قرغزستان) مشر اداخان مادومروف هم ګډون کړی و.