د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې د سوریې په بن غازي ښار کې د دې هېواد د قونسلګرۍ د امنیت په ټینګولو کې د ناکامۍ پړه، چې په نتیجه کې یې پردې ډیپلوماتیک ماموریت برید وشو او په لیبیا کې د امریکا د سفیر په ګډون څلور امریکايي ډيپلوماټان په کې ووژل شول.
هیلیري کلېنټن له سي ان ان ټلویزیوني چینل سره په مرکه کې وویل، چې په بهر کې د امریکايي ډيپلوماتانو امنیت د دې مسوولیت دی.
دې زیاته کړه، چې ولسمشر بارک اوباما او د ده مرستیال جوبایډن د بن غازي د قونسلګرۍ په امنیتي پرېکړو کې دخیل نه وو.
مېرمن کلېنټن دا څرګندونې پرون په داسې حال کې وکړې، چې ښايي د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید مېټ رومني به له ولسمشر اوباما سره په خپله نننۍ مناظره کې د دې پېښې په اړه له ده پوښتنې وکړي.
رومني ویلي، چې د بن غازي برید د اوباما د بهرنۍ پالیسۍ کمزوري ښيي او د اوباما د ادارې چارواکي یې په ناسم ډول د دې برید په اړه د معلوماتو په ورکولو تورن کړي دي.