مسکو او کابل د لادرکو روسيي سرتیرو د موندلو په هدف یوې موافقې ته چمتوالۍ نیسي

روسېې له افغان حکومت او د دې هېواد له خلکو غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د هغو څه د پاسه دوه سوه لا درکه روسيي سرتیرو، چې ښايي له دیرشو تر څلویښتو تنو پورې يې لا هم ژوندي وي، د موندلو په چارو کې همکاري وکړي.

د افغانستان لپاره د روسېې سفیر اندرې اویتسیان تیره ورځ اسوشیټیډ پریس خبري اژانس ته وویل، مسکو او کابل د لادرکو روسيي سرتیرو د موندلو په هدف یوې موافقې ته چمتوالۍ نیسي، چې له مخې به يې دواړه خواوې په دې برخه کې خپلې هڅې په منظمه توګه ترسره کوي.

نوموړي وویل، د امنیتي ستونزو له امله دوي نه دي توانیدلي، چې د افغانستان په هغو سیمو کې چیرته چې ګمان کیږي د دوي سرتیري خښ دي، پلټنه وکړي.

روسیه وايي، په اتیایمه لسیزه کې د افغانستان د جګړې پر مهال ۲۶۵ روسيي سرتیري لا درکه شوي، چې له دې جملې څخه ۲۰ په نورو هېوادونو کې ځای پر ځای شوي او له دیرشو تر څلویښتو نور ښايي په افغانستان او یا په ګاونډي پاکستان کې موجود وي.

پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل او بیا په لس کلنه جګړه کې شاوخوا ۱۵ زره روسيي عسکر ووژل شوه.