په خیبر پښتونخوا کې دیره یو شمېر افغان کډوال شکایت کوي، چې په دې وروستیو کې د دوی پر وړاندې د صوبايي حکومت رویه ډیره ترخه شوې او د هرې ورځې په تیریدا سره له نویو بندیزونو او مشکلاتو سره مخ کیږي.
د پښتونخوا په ایبټ اباد او څيرمه سیمو کې میشت افغانان وايي، له تیرو څو ورځو راهیسې حکومت د دوی پر تګ راتګ بندیز لګولی، چې له امله یې له سختو مشکلاتو سره مخ دي.
په ایبټ اباد کې دیره څو تنو افغانانو له سیمې نه د تیلیفون پر لیکه ازادي راډیو ته وویل، چې امنيتي مسوولینو د یوې رسمي اعلاميې په خپرولو سره پر افغانانو غږ کړی، چې تر دوو میاشتو یعنې د روان میلادي کال تر پایه دې د ایبټ اباد په حدودو کې ګشت و ګزار نه کوي کنه نو له قانوني چلند سره به مخ شي:
"نوم مې حاجي ظاهر دی دلته دوکان لرم. نه څوک له کوره وتلی شي او نه هم له نورو سیمو څخه دلته څوک راتلی شي.
کاروبار نه يې منع کړي که دا سلسله همداسې دوام وکړي نو موږ به مجبور شو چې خپلو اولادونو ته د یوې مړۍ ډوډۍ پيداکولو لپاره په غلا لاس پورې کړو، ځکه چې کار ته خو مو دوی نه پریږدي.
نوم مې حاجي مومن خان دی، داسې چې د دوو میاشتو پورې په کورونو کې بند پاتې شو تاسو خپله فکر وکړئ چې څومره مشکلات به رامخې ته شي؟
ماشومان مو ښوونځيو ته نشي تللی، ناروغ روغتون ته نشو بیولی او نورې ډيرې ستونزې دی."
د پاکستان په دغه تفریحي سیمه کې، چې اسامه بن لادن هم څو کاله پکې ژوند کړی دا مهال په زرګونو افغانان دیره دي.
د ایبټ اباد عالي رتبه دولتي مسوول یا ډي سي او سید امتیاز شاه پر افغانانو د بندیز خبره مني، خو وايي چې دا امر يې د ځينې امنيتي دلایلو له مخې صادر کړی :
"تاسو، چې د دوو میاشتو د بندیز خبره کوئ، چې افغانان به له خپلو کورونو بهر نه راوځي اصل خبره داسې نده، موږ پر افغانانو بندیز لګولی چې تر دوو میاشتوپورې به د ایبټ اباد حدودو ته نه داخلیږي، یعنې نوی خلک به نه راځي. خو کوم چې دلته دیره دي او قانوني اسناد لري هغوی کولی شي خپل ژوند ته ادامه ورکړي.
په نژدې ورځو کې دلته د پوځي اکاډمۍ ځينې داسې پروګرامونه کیدونکي دي، چې د هغې له وجې مو ایبټ اباد ته د افغانانو پر راتګ بندیز لګولی."
که څه هم امتیاز شاه وايي، چې دغه بندیز یواځې پر هغو افغانانو لګول شوی، چې دمهاجرت قانوني اسناد ونه لري، خو مهاجرین بیا شکایت کوي، چې د حکوکت تر دغه اعلان وروسته هرځای چې پولیسو ته افغان په ګوتو ورځي نیسي یې او زندان ته يې اچوي:
"نوم مې حاجي کشمیر دی او له تیرو دیرشو کلونو راهیسې په دې ښار کې ژوند کوم، حکومت خو وايي چې دا بندیز یواځې پر هغو افغانانو لګیدلی چې قانوني اسناد ونه لري خو دلته خبره برعکس ده، پولیس دا نه ګوري چې څوک کارت لري او که نه، له یوې مخې يې نیسي او زندان ته يې اچوي.
۲ – هره ورځ ګڼ شمیر افغانان نیول کیږي، بله ستونزه داده چې کله کوم افغان ونیسي نه يې ضمانت کیږي او نه يې د کارت په لرلو سره پریږدي، نیغ يې زندان ته لیږي او له هغه ځایه يې پر تورخم اړوي"
په داسې حال کې، چې په پاکستان کې د مهاجرت کارت لرونکي افغانان لا د روان ۲۰۱۲ میلادي کال تر پایه د اوسیدو قانوني حق لري، خو له تیرې څه مودې راهیسې د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت چې عوامي نیشنل ګوند يې په راس کې دی په بیلابیلو بڼو ددوی پر وړاندې ستونزې رامنځته کوي.
د روژې له پيل راهیسې په وقفه ييز ډول پر کمپونو د بریښنا بندیدل، د پولیسو له لوري ځورونه او نورې هغه ستونزې دي، چې کډوال يې ټوله ملامتي پر صوبايي حکوکت اچوي.
په پاکستان کې دیره افغانان، چې په هیواد کې د نا امنیو او بې کارۍ له وجې بیرته ستنیدو ته زړه نه ښه کوي، خپلې راتلونکي ته اندیښنمن دي او وايي، چې که افغان دولت او نړیواله ټولنه يې پر وخت غم ونه خوري ښايي دوه میاشتې وروسته چې په پاکستان کې د اوسیدو قانوني وخت يې پای ته رسیږي له لا ډيرو ستونزو سره مخ شي.
راپور: مجیب الرحمان انګار، پیښور