د اسراییل هوايي قلمرو ته استول شوې بې پیلوټه الوتکه د ایران وه

ایران تائید کړې، هغه بې پیلوټه الوتکه چې تېره اوونۍ د لبنان د حزب الله ډلې له خوا د اسراییل هوايي قلمرو ته استول شوې وه، د دې هېواد وه.

د ایران د دفاع وزیر احمد وحیدي تیره ورځ د خپل هیواد دولتي ټلویزون ته وویل چې د بې پیلوټه الوتکې دا پرواز د ایران د پوځي وړتیا څرګندونه کوي.

له دې وړاندې حزب الله ډلې اعلان کړی و چې دوى یوه بې پیلوته الوتکه د اسرایل هوايي قلمرو ته استولې ده.

اسرایل هم دا پیښه تائید کړې او ویلي يې دي، چې د دوى دافع هوا ځواکونو دا الوتکه نسکوره کړې ده.