پاکستان وايي، متحده عربي اماراتو ورته ویلي، چې که چېرې د طالبانو له خوا ټپي شوې ملاله یوسفزۍ د درملنې لپاره بهر ته استوي نو دا هېواد چمتو دی چې د نوموړې د انتقال لپاره هوايي امبولانس ورکړي.
په اماراتو کې د پاکستان سفیر جمیل احمد خان تېره ورځ جیو تلویزون ته وویل په دې برخه کې د ویزې چارې بشپړې شوي او ۶ ډاکتران هم د تیارسۍ په حالت کې دي.
له دې وړاندې د پاکستان پوځ وویل تر اوسه په دې اړه پریکړه نه ده شوې چې ملاله یوسفزۍ د علاج لپاره بهر ته واستول شي او که څنګه خو وايي چې د هوايي امبولانس چمتو کول د احتمالي پلان برخه ده.
پاکستاني وسله والو طالبانو تیره سې شنبه په سوات کې ملاله یوسفزۍ او د هغې دوه نورې ملګرې په ډزو ټپیانې کړې.