سوريې پر خپل هوايي قلمرو د ترکي الوتکو الوتنې منع اعلان کړې

د سوريې حکومت پر خپل هوايي قلمرو د ترکيې د ملکي الوتکو الوتنې منع کړې.

د سوريې دولتي خبري اژانس "سنا" له خوا تر دې اعلان درې ورځې مخکې د ترکیې حکومت یوه مسافر وړونکې الوتکه چې د مسکو څخه دمشق ته روانه وه؛ کوزیدو ته اړ کړه.

ترکي چارواکو وویل، چې په دې الوتکه کې سوریې ته پوځي تجهيزات لیږدول کیدل.

خو روسيه وايي، چې په الوتکه کې وسلې نه وې او بار يې قانوني وو.

د اکتوبر پر درېيمه د سوريې له خوا د توغندي په یوه حمله کې د ترکیې لوري ته پینځه ملکي کسان ووژل شول.

تردې پيښې وروسته د دواړو ګاونډيو ترمنځ کړکېچ لا زیات شو.