تاجکستان درې اتیا افغان بندیان افغان حکومت ته ورسپاري

د تاجکستان حکومت ۸۳ افغان بندیان افغانستان ته سپاري چې تېره ورځ یې ۱۵ تنه رسماً افغان حکومت ته وسپارل شول.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسي زي د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالان ته وویل؛ افغان لوري تېره میاشت ۳ تاجک بندیان د تاجکستان حکومت ته سپارلي دي.

هغه زیاته کړه، چې د دغو بندیانو تبادله د دوه اړخېزې موافقتنامې له مخې چې په ۱۳۸۵ کال کې لاس لیک شوي ترسره کیږي.

د موسی زي په وینا افغانستان ته سپارل شوي بندیان به د بند پاتې موده په افغانستان کې تېره وي.