په فلسطين کې له لوېديځې غاړې راپورونه وايي؛ چې د اسراييلو د پوځ په يوه حمله کې د سلفيانو يو جهادي مشر وژل شوی دی.
د راپورونو له مخې حشام السعيدني له يوه بل سړي سره تېره شپه په هغه بريد کې ووژل شو؛ چې په جباليه ښار کې وشو.
د اسراييلو پوځ په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې په دې حمله کې د "عاشورا د مجاهدينو شورا" په نوم ډلې غړي په نخښه شوي دي.
اسراييل دا ډله، چې په غزه کې مېشته ده، په تروريستي فعاليتونو تورنوي.
تر دې بريد مخکې اسراييلي الوتکو په غزې کې ځينې سيمې درې ځلي بمباري کړې.
د اسراييلي الوتکو د دغو حملو په اړه مالومات نه دي ترلاسه شوي؛ خو اسراييل وايي، دا بريدونه يې له غزې څخه په اسراييلو کې پر يوه کور د جمعې د ورځې له راکټي بريد وروسته کړي دي.