د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، چې د رسنیو په اړه د نوې طرحې څخه به هغه اصطلاحات او ټکي لرې کړي؛ چې څرګنده معنی نه لري.
د دې وزارت سلا کار جلال نوراني پرون (شنبه ) ازادي راډیو ته وویل؛ چې دا وړاندیز مني چې داسې اصطلاحات باید ونه کارول شي، چې واضح مفهوم نه لري.
د خبریالانو د حقونو یو شمیر ملاتړ کونکي وايي؛ چې د رسنیو په اړه د دې وزارت په نوې طرحه کې داسې اصطلاحات شته چې په بیلا بیلې معنی ورکوي.
د افغان ژورنالیستانو د خوندیتوب د کمیټې حقوقي سلاکار عبدالله ازاده په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"په دې نوې طرحه کې چې وړاندیز یې شوی، دوه ټکي راغلي، رواني امنیت او د کرکې پارونکي مسایل. دا دوه ټکي په ځانګړي ډول نه دي تعریف شوي او په بیلا بیلو ډولونو تعبیر ورڅخه اخیستل کیدلاي شي."
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، چې د دې نوې طرحې هدف دا دی، چې ټولې رسنۍ د افغانستان د ملي ګټو په رڼا کې خپرونې وکړي.