افغان زده کوونکو پر ملاله یوسفزۍ شوی برید وغانده

افغان زده کوونکو په ملاله یوسفزۍ باندې شوی برید په کلکه وغانده او د هغې د روغتیا لپاره یې د دوعا لاسونه پورته کړل.

د پوهنې وزارت چارواکو ازادۍ راډیو ته وویل؛ دغه دوعا د افغانستان په ۱۵ نیم زره ښوونځیو کې نږدې ۹،۵ میلیونو شادګردانو له خوا و شوه.

څو ورځې وړاندې د پاکستان په سوات سیمه کې وسله والو طالبانو پر څوارلس کلنې ملالۍ یوسفزۍ باندې برید وکړ اوهغه یې سخته ټپي کړه.