پاکستاني پولیس اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي کوونکي مسیحي ځوان په لټه کې دي

د پاکستان پولیس د هغه مسیحي ځوان په لټه کې دي چې خپلو ګاونډیانو ته يې اسلام ضد تیلیفوني پیغام استولی دی.

چارواکو نن وویل، روین سټنټین په کراچۍ کې خپلو ګاونډیانو د داسې پیغام په استولو تورن دی؛ چې په کې د اسلام پیغمبر ته سپکاوی شوی دی.

دغه هلک او د هغه مور له دې مخکې چې ګاونډیان يې د کور سامان الات وسوځوي؛ تښتېدلي دي.

دا په تیرو دوو میاشتو کې د پاکستان د مسحیانو له خوا اسلام ته د سپکاوي دوهمه قضیه ده؛ چې پولیسو سره ثبت شوې ده.

په تیره اګست میاشت کې په پاکستان کې د رمشا مسیح په نامه یوه نجلۍ اسلام ته د سپکاوي په تور ونیول شوه.

خو پولیسو بیا یوه سیمه ييز ملا تورن کړ، چې اسلام ته د سپکاوي اړوند مواد يې د دغې انجلۍ په بکس ځای پر ځای کړي دي.