په سوریې کې یاغیانو "حلب" ښار ته نږدې یوه پوځي اډه نيولې ده

د سوریې فعالان وایي، یاغیانو، حلب ښار ته نږدې یوه پوځي اډه نیولې ده.

د یاغیانو له خوا په انټرنټ کې په یوې خپرې شوې ویدیو کې ښکاري؛ چې له یوې پوځې ډيپو څخه وسلې راباسي، چې د دوی په وینا، د پوځي اډې وسله تون دی.

د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډله چې مرکز یې په لندن کې دی وایي؛ چې دا پوځې اډه، القاعده شبکې سره د تړلې "جبة النصره" ډلې وسله والو نیولې ده.

حکومتي ځواکونه او مخالف وسله وال له څو میاشتو راهیسې په حلب ښار باندې د واک ټینګولو لپاره په جګړو کې ښکیل دي.

په عین حال کې، رویترز اژانس وایي، د ترکیې دوې جنګي الوتکې د جمعې په ورځ هغه مهال د سوریې پولې ته نږدې په هوا کې وګرځیدلې؛ چې د سوریې پوځې هلیکوپترو د سوریې په سرحدې ښارګوټي "اضمرین" باندې بمباري وکړه.

ترکیې، سوریې ته د هر ډول سرحدې سرغړونو او ډزو خبرداری ورکړی. تېره اوونۍ د سوریې د وسله والو او حکومتي ځواکونو تر منځ جګړې څو ځلې د ترکیې خاورې ته هم اوښتې وې.