تاجکستان او ازبکستان په افغانستان کې امنیت ته اندېښمن دي

د تاجکستان او ازبکستان حکومتونو یو وار بیا په افغانستان کې د امنیت د څرنګوالي او د مخدرو موادو د قاچاق په اړه اندیښنه څرګنده کړې.

د تاجکستان چارواکي په دې باور دي، چې په افغانستان کې د مخدرو موادو په وړاندې په روانه مبارزه کې نیمګړتیاوې شته.

په تاجکستان کې د مخدرو موادو په وړاندې د مبارزې د ادارې مشر رستم نظروف ويلي: "داسې نه څرګندیږي، چې په نږدې راتلونکې کې به د افغانستان په امنیت او هلته د مخدرو موادو په وړاندې په مبارزه کې د پام وړ پرمختګ وشي."

له بله پلوه ازبکستان پرون د امریکا د متحدو ایالاتو سره د مخدرو موادو په وړاندې د مبارزې په برخه کې د همکارۍ یو سند لاسلیک کړ.

ازبکستان له افغانستان څخه روسیې او نورو اروپايي هیوادونو ته د د مخدرو موادو د قاچاق په لاره کې د پرتو هیوادونو څخه ګڼل کیږي.