م.م: د نړۍ هېوادونه دې د تنکيو نجونو د ودولو د مخنيوي لپاره ډيرې هڅې وکړي

ملګري ملتونه د نړۍ له هېوادونو غواړي، چې د تنکيو نجونو د ودولو د مخنيوي لپاره ډيرې هڅې وکړي.

د ملګرو ملتونو څو مؤسيسو د پنجشنبې په ورځ د “کوچنيو نجونو واده کول، چې د نجونو د ژوند هر اړخ متاثره کوي د بشري حقونو څخه اساسي سرغړونه اعلان کړه.”

د دې ډلو په يوه اعلاميه کې چې د“ کوچنيو نجونو د واده کولو د لومړنۍ نړېوالې ورځې” د لمانځلو پر وخت خپره شوه ليکي، چې د کم عره واده شويو نجنو څخه عموماً د خسرګڼۍ په کور کې د يوې مينځي کار اخيستل کيږي.

هغوي د تعليم کولو او روغتيايي خدماتو څخه بې برخې وي دا نجونې له دغه حالته ډير رنځ وړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي « يان کوبيش» له افغانستان څخه وِغوښتل، چې د کوچنيو نجونو د واده کولو په مخنيوي کې ډيرې هڅې وکړي.

د کوچنيو نجونو د واده کولو، دود د نړۍ په ډيرو هېوادونو، په هر کلتور، هر مذهب او قومونو کې رواج لري.

د اټکل له مخې په ټوله نړۍ کې هر کال 10 ميليونه نجونې د 18 کلنۍ څخه دمخه واده کيږي.