په خوست کې یو اندازه نشه يي مواد پرون په عام محضر کې وسوځول شول

په خوست کې د امنیه قوماندانۍ د مخدر موادو پر ضد ادارې یو اندازه نشه يي مواد پرون په عام محضر کې وسوځول.

د خوست د امنیه قوماندانۍ په وینا د مخدر موادو د اوویشت قضیو په ترڅ کې څلویښت تنه هم نیول شوې دي، چې قضایي ادارو ته دا کسان معرفي شوي دي.