د ترکېي ایف شپاړلس جټ الوتکو د سوریې یوه مسافر وړونکې الوتکه چې د ترکې فضا ته ننوتې وه، پرون په انقره کې په زوره کښینوله.
د سوریې ایربس درې سوه شل اې الوتکه له ماسکوه د د مشق پر لور روانه وه.
د ترکېي دولتي تلویزیون ټي ار ټي رپوټ ورکړ، چې پردې الوتکې شک شوی و، چې دمشق ته درنې وسلې انتقالوي.
دغه الوتکه، چې ۳۷ مسافر او عمله په کې وه، له تلاشی وروسته ورته د د مشق پر لوري د تلو اجازه ورکړل شوه.
ویل کیږي، چې د الوتکۍ څه بارونه ترکیي چارواکو ضبط کړي، خو د محتوا په اړه یي تر اوسه څه نه دي ویل شوي.
د روسیې انټرفکس اژانس د راپور له مخې روسې له ترکیې غوښتنه کړی، چې د دغې پیښې په اړه وضاحت ورکړي.
له دغې پیښې لږ وروسته انقرې ترکيي هوایي شرکتونو ته خبرداری ورکړ، چې د سوریې د هوایي قلمرو له کارولو څخه دې ډډه وکړي ځکه امن نه دی.
په عین حال کې د ترکیې د پوځ مشر خبرداری ورکړ، چې که د سوریې له خوا د ترکیې پر خاوری بریدونه دوام وکړي نو به په ستر قوت ورته ځواب ورکړي.