مسلمان سخت دریځی مُلا ابوحمزه المصري د نیویارک په یوه محکمه کې ځان بې ګناه وباله

نوموړی د القاعده په شان د تروریستي روزنې د یوه کمپ د جوړولو د دسیې په ګډون په یوولسو تروریستي پیښو کې د لاس لرلو په تور په امریکا کې محاکمه کېږي.

د ده اصلي نوم مصطفي کامل مصطفی دی خو د سخت دریځو ملایانو په منځ کې په ابو حمزه المصري مشهور شوی دی.

المصري د بریتانیا په جوماتونو کې خطیب و خو د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ له څلورو نورو مشکوکو تروریستانو سره امریکا ته ولېږل شو.