په یوې ترافیکي پیښه کې د زابل د حج او اوقافو رئیس ووژل شو

د کندهار ولایت مسئولین وايي، چې د کابل کندهار پر لویه لار نن په یوې ترافیکي پیښه کې د زابل د حج او اوقافو رئیس قاضي محمد انور سعادت ووژل شو.

د کندهار د ولایت مقام په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې ویلي، نوموړی له یوه بل کس سره د کندهار د دامان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوې کرولا او صرف موټر ترمنځ په ټکر کې ووژل شول.

په اعلامیې کې راغلي، د کندهار کابل او کندهار بولدک پر عمومي لارو اکثره ترافیکي پيښې د موټر چلوونکو له غير مسلکي رفتار او همداراز د سړکونو د کم برۍ له امله رامنځته کيږي.


د تیرو څو ساعتونو راهیسې د کابل-لوګر لویه لار د شخړې له امله تړلې ده

راپورونه وايي، د تیرو څو ساعتونو راهیسې د کابل-لوګر لویه لار د چهاراسیاب ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ځمکې پر سر د خلکو ترمنځ د شخړې له امله د ترافیکو په مخ تړلې ده.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي، په سلګونو موټر پر سړک ولاړ دي او خلک له امنیتي مقاماتو هیله لري، چې د دې لارې د پرانستلو لپاره اقدامات وکړي.

چارواکو د لارې د بندیدو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي، خو وايي، د ځمکې پر سر په دې شخړه کې نن یو کس ووژل شو او دوه تنه ټپیان شول.

د کابل د والي ویاند وسیع الله میاخیل آزادۍ راډیو ته وویل چې، پيښه نن سهار د دې ولسوالۍ د الیاس خیلو په سیمه کې د کوچیانو او سیمه ایزو خلکو تر منځ په نښته کې رامنځته شوه .