د افغانستان ۵۰فیصده وګړي د ژور خفګان له رواني ستونزو کړيږي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، د هېواد څه باندې پنځوس فیصده خلک د ژور خفګان رواني ستونزه لري.

دا خبره د دې وزارت مرستیالې ډاکترې ناجیه طارق د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د رواني روغتیا د نړېوالې ورځې د نمانځلو په غونډه کې وکړه.

د دې وزارت چارواکو وویل، اوس مهال په نړۍ کې شاوخوا درې نیم میلیونه خلک له دې ستونزې کړیږي.

کارپوهان وایي، په هېواد کې د ژور خفګان درملنې ته موجوده تدابیر کافي نه دي.

تفصیل د خان محمد سیند په راپور کې اورو:

Your browser doesn’t support HTML5

د خان محمد سیند راپور