د ښوونې او روزنې پوهنتون د نوم په اړه د حکومت نوی وړاندیز رد شو

د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون محصلین وايي، د حکومت وروستۍ پریکړه چې له مخې یې د پوهنتون لپاره یو مرکب نوم رامنځته شوی دوی ته د منلو وړ نه ده.

د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وايي، د سې شنبې په ورځ له محصلینو سره په کتنه کې د لوړو زده کړو وزیر، چې د یاد پوهنتون رییس هم حاضر وو د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د کابل د ښوونې روزنې او دسولې د شهید استاد برهان الدین رباني په نوم تبدیل کړ.

د معترضو محصلینو استازي محمد یار یار دچهار شنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، چې خپلو مظاهرو ته به دوام ورکړي.

ښاغلي یار وویل، چې د مظاهرو لمن په ټول هېواد ته وغځول شي او د یاد نوم پرسره ورځ تر بله د خلکو حساسیتونه راپاریږي.

محصلینو د یوې اعلامیې په خپرولو سره له حکومت وغوښتل، که یې خبرو ته غوږ کېنښودل شي نو به خپل غږ به په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر ته ورسوي.

د لوړو زده کړو د وزارت یوه مسئول د نوم د نه خپریدو په شرط ازادي راډیو ته تایید کړه، چې د محصلینو له پرله پسې مظاهرو وروسته پریکړه شوې، د کابل د ښوونې او روزنې د پوهنتون نوم ترکیبي شي، یعنې د کابل د ښوونې روزنې او پروفیسر برهان الدین رباني پوهنتون.

نږدې ۱۹ ورځې کیږي، چې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون معترض محصلینو په سوله ییزو مظاهرو لاس پورې کړی، خو دوه ورځې وړاندې له پولیسو سره ونښتل.

محصلین وايي، چې په مظاهرو کې د پولیسو له خوا وهل او ټکول شوي دي، چې اوس هم په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

خو محصلینو وویل، چې دکابل امنیه قومندانۍ مسئولینو د څو تنو هغو محصلینو سره ښه چلند کړی او لنډې مودې وروسته یې پریښي، چې پولیس نیولي و.

که څه هم د ښوونې او روزنې پوهنتون یو شمیر محصلینو ددې پوهنتون د نوم له بدلولو سره کلک مخالفت ښیي، خو ځینې نور محصلینو بیا وايي، د حکومت پریکړې ته باید درناوی وشي.

رحمت الله افغان