په پاکستان کې پر ملاله یوسفزۍ حمله په نړېواله کچه غندل شوې ده.
ملاله یوسفزۍ هغه نجلۍ ده، په ۲۰۰۹ کال کې یې په سوات کې د طالبانو د واکمنۍ په اړه خپل یاد داشتونه د نړېوالو سره شریک کړل.
ملاله یوسفزۍ پرون د خپل ښوونځي په موټر کې د وسله والو لخوا په سر او غاړه کې وویشتل شوه .
پاکستاني طالبانو پرون د دې حملې مسولیت واخیست .
د پاکستان صدراعظم راجا پرویز اشرف دا حمله وغندله او ملاله یوسفزۍ یې د [پاکستان لور] وبلله .
د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت ویاندې ویکتوریا نولاند دا حمله وحشیانه او بزدلانه ګڼلې ده .
په وسله والو بحرانونو کې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګروملتونو ځانګړې استازې پر ملاله یوسفزۍ حمله په شدت غندلې ده .
رپوټونه وايي چې ملاله یوسفزۍ لا هم په روغتون کې بستر ده ، ډاکټرانو یې د عملیات د بشپړیدو خبر ورکړی او یوه مرمۍ یې د سر څخه ایستل شوې ده .